دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 274585
تېر کال د ۸۰۰ افغان کډوالو جسدونه هېواد ته راوړل شوي دي
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وایي، په تېر کال کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۸۰۰ افغانانو جسدونه هېواد ته راوړل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت چارواکو د «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» په غونډه کې وویل چې د هېواد په یو شمېراتباع په مختلفو هېوادونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله مړه او افغانستان ته انتقال شوي دي.
 
ویل کېږي چې ډېری دغه کسان اروپا ته پر لاره مړه شوي دي.
 
څو میاشتې وړاندې د یونان په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې له امله یې د افغانانو په ګډون لسګونه کډوال مړه شول.
 
https://avapress.com/vdcg7t9xnak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته