دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 274856
د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له لوري د ۱۸ کیلومتره سړک ترمیم
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو د انجینرانو له خوا د «یرګنک»» په سیمه کې چې د بلخ ولایت له کندز سره نښلوي د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل کړې.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي؛ دغه سړک چې د کندز او بلخ ولایتونو ترمنځ تر ټولو نږدې مواصلاتي لار ده، د سیمې د خلکو په غوښتنه د دوو میاشتو په موده کې ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه سړک په ترمیم سره د بلخ او کندز تر منځ تګ راتګ ستونزې هوارې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdchmkni-23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته