دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 275103
د سره صليب کمېټې په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره د مرستې د پای ته رسولو احتمال اعلان کړ
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د مالي محدودیتونو له امله د اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره د مرستو د پای ته رسولو احتمال اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند دیوگو آلکانتارا رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې دغه کمیټه د اوږد مهاله روغتیا ساتنې لپاره لازمې سرچینې نه لري.
 
د رویټرز په وینا، د روغتونونو لپاره د سره صلیب په ملاتړ کې د روغتیایی کارمندانو معاشونه او د طبي تجهیزاتو چمتو کول شامل دي. د سره صليب دغه مرسته پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ څو مياشتې وروسته پيل شوه.
 
دیوگو آلکانتارا زیاته کړه چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پریکړه کړې چې د افغانستان د روغتیایی سیستم د ژغورلو لپاره له روغتونونو سره مرسته وکړي.
 
هغه زیاته کړه چې سره صلیب په پیل کې ۳۳ لوی روغتونونه تر پوښښ لاندې راوستي او د اتو روغتونونو ملاتړ لا دمخه بند شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، سره صليب د څه باندې لس زره روغتيايي کارکوونکو معاشونه او يو شمېر طبي وسايل ورکوي.
 
په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د بودیجې د کمښت او د هغې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdzk0xsyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته