دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 275325
د جنوبي اسیا د سوداګرو په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو ګډون کړی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د چین په کونمینګ ښار کې د جنوبي اسیا د سوداګرو په ۱۶مه غونډه کې ګډون وکړ او له هېوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس توکل احمدیار، د اجرایوي بورډ سرپرست او د دې خونې د نړیوالو اړیکو مسوول د سارک غړو په مشورتي ناسته کې ګډون کړی و. د سارک غړو هېوادونو ترمنځ د سترو ننګونو په اړه بحث او خبرې وشوې او د حل لارې یې په ګوته کړې.
 
توکل احمدیار د داسې سترې غونډې د ترسره کیدو د قدردانۍ په ترڅ کې د دا ډول غونډو جوړول د سیمې د هیوادونو په ځانګړې توګه د سارک سازمان د غړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو په لور یو ګام وباله او په دې برخه کې یې د عملي ګامونو پر اخیستلو ټینګار وکړ.
 
نوموړي په دې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
د جنوبي اسيا سوداګريزه غونډه هم تېره اوونۍ د چين په کوربه توب جوړه شوې وه، چې په کې برخه والو د افغانستان پر اقتصادي وضعيت، د اوبو د مديريت، د برېښنا د توليد، د کرنې د ميکانيزم، د کانونو د استخراج او د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو په اړه خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcj8ie8iuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته