دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 275793
د قوش تپې په کانال کې د دوو لویو پلونو د جوړولو کار بشپړیدو ته نږدې شوی دی
په بلخ کې د قوش تپې پر کانال د دوو لویو پلونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او د چارواکو په وینا ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: ویل کیږي چې دغه دوه پلونه د کانال په اوبو باندې د ریل پټلۍ او د بار وړونکو او مسافر وړونکو کاروانونو د تګ راتګ لپاره جوړ شوي دي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د قوش تپې د کانال د پروژې د تخنيکي برخې مسئول انجنير حميدالله ذهين وايي چې د دغو دوو پلونو چارې ٩٠ سلنه بشپړې شوې دي او په راتلونکو ورځو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 
د قوش تپې کانال په سیمه کې د اوبو یو له سترو کانالونو څخه دی.
 
ویل شوي، چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د لسګونه زره جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ زرګونه کورنیو ته برښنا هم برابره شي.
 
https://avapress.com/vdci3warpt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته