دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 276598
یو برتانوی پانګه وال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دی
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې یوه برتانوي پانګوال د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د انګلستان له یوه پانګه وال ښاغلي انتوني ریډ سره وکتل او د پانګونې په برخه کې یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زیرمو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو د بحث ترڅنګ په افغانستان کې د بهرنیو شرکتونو د جلب او جذب په خاطر په هېواد کې د مناسب چاپېریال او په ټولیز ډول د امنیت د تامین په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
 
دغه راز برتانوي پانګوال د هېواد په کانونو کې د پانګونې په برخه کې خپله لېوالتيا څرګنده کړه، چې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست له خوا د هرکلي ترڅنګ د لازمو همکاريو او د بهرنيو شرکتونو د پانګونې په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کولو ژمنه ورکړل شوه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته ګڼو بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا پیدا کړې ده.
https://avapress.com/vdccoeqi42bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته