دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 276734
د بدخشان په سمندر کې څلور نجونې ډوب شوې!
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په میمنې ولسوالۍ کې د لیرزانک له پله د تېرېدو پر مهال څلور ځوانې نجونې په سمندر کې ډوبې شوې. د چارواکو په وینا د دغو نجونو جسدونه تراوسه نه دي موندل شوي.
افغان غږ خبری آژانس – مزار شریف: د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دا پېښه پرون (شنبه، سنبله ۲۵مه) د مامئی ولسوالۍ په "تنګ شهو" سیمه کې شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغو نجونو غوښتل د لرزنک پل په نوم له يوه پله تېر شي، خو دغه پل يو طرفه شو او سمندر ته ولوېدله.
 
کامګار د دغو نجونو د هويت او اړيکو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې تر اوسه يې مړي نه دي موندل شوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د بدخشان په سمندر کې تر لسو ډېر کسان ډوب شوي دي.
https://avapress.com/vdcexp8wejh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته