دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 276806
په تېرو پنځو میاشتو کې تر ۸۰۰ ټنو زیات جلغوزي صادر شوي دي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې افغان سوداګرو څه باندې ۸۰۰ ټنه جلغوزي بهر ته صادر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد نن دوشنبې په ورځ (سنبلي ۲۷) د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د جلغوزو د صادراتو ارزښت په وروستیو پنځو میاشتونو کې اته ملیون ډالرو ته لوړ شوی دی.
 
جواد زياته کړه، د جلغوزو صادرات په مستقيم ډول نورو هېوادونو ته ځي او وزارت هڅه کوي، چې د جلغوزو د صادراتو کچه لوړه کړي.
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ؛ افغانستان خپل جلغوزي په مستقيم ډول چين، متحده عربي اماراتو، روسيې او نورو هېوادونو ته صادروي ​​او دغه بهير تر ډېره د هوايي او بندرونو له لارې ترسره کېږي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دوی دغه اندازه جلغوزي پاکستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر ټینګار کوي چې د جلغوزیو د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید د دوی پر وړاندې شته ننګونو ته ځواب ووایي.
 
د جلغوزيو سوداګر محبوب الله محمدي وويل: "له افغانستان څخه د هوايي کارګو بيه ډېره لوړه ده او حکومت بايد د حل لپاره پر پلانونو غور وکړي."
 
هغه دا هم په ډاګه کړه چې له بلې خوا حکومت د ځنګلي محصولاتو پر سوداګرو مالیه زیاته کړې چې د محصولاتو یا صادراتو په نرخ اغیزه کوي.
 
خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، که اسانتیاوې ورته برابرې شي، سوداګر کولای شي په کال کې له ۱۰۰ میلیونو ډالرو زیات جلغوزي صادر کړي او اسلامي امارت به هم له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مومند په دې اړه رسنیو ته وویل: موږ هر کال شاوخوا ۷۵ میلیونه ډالره صادرات لرو او که په ښه ډول پروسس کړو او دلته زموږ بهیر دوام ومومي، کولای شو دغه اندازه زیاته کړو.
 
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د ۴۹ میلیونو ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي چې ډېره برخه یې پاکستان، چین او هند ته صادر شوي دي.
 
https://avapress.com/vdce7p8wpjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته