دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 277287
یو ایرانی بایسکل ځغلونکی د سولې د پیغام د تبادلې لپاره کابل ته راغلی
دغه ایرانی بایسکل ځغلونکی چې د نړۍ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ د سولې د پیغام د تبادلې په موخه یې ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي، کابل ته ننوت.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت نن چهارشنبه (میزان ۵) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلی چې رحمت الله آزاد، یو ایرانی بایسکل ځغلونکی چې د نړۍ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ د سولې د پیغام د تبادلې په موخه یې ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي، کابل ته ننوت.
 
په كابل كې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت زياته كړه، هغه د دوو ګاونډيو مسلمانو هېوادونو ايران او افغانستان ترمنځ د سولې او دوستۍ د پيغام اخيستونكى دى.
 
https://avapress.com/vdcivyaryt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته