دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 277297
مولوي نعیم الحق حقاني د حکومت د رسنیو د مرکز مشر وټاکل شو
د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نعیم الحق د حکومت د رسنیو د مرکز د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (میزان ۵) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبري هیئت مولوي نعیم الحق حقاني د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د حکومت د رسنیو مرکز د رئیس په توګه جوړ شو.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د رئیس الوزرا د دفتر لومړي مرستیال مولوي احمدالله متقي د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjhae8auqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته