دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 277987
ولس باید د وطن د دښمنانو د تعصبي تبلیغاتو پر وړاندې ودریږي
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په میدان وردګ ولایت کې په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت د مجاهدینو سرښندنې وستایلې او له خلکو یې وغوښتل چې د وطن د دښمنانو د تعصبي تبلیغاتو پر وړاندې ودریږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم نن دوشنبه د میزان ۱۷ مه په میدان وردګ ولایت کې په یوه عامه غونډه کې چې د دغه ولایت د مجاهد ولس سرښندنو یادونه پکي وکړه او وویل چې ولس دې د وطن د دښمنانو د متعصبو تبلیغاتو پر وړاندې ودریږي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د مسلمانانو تر منځ د اتحاد او اتفاق په ګټو، په تعلیمي ادارو کې د شریعت، د دعوت او لارښوونې د پروګرامونو د تطبیق او د هغوی د اړتیاوو په اړخبری وکړي او د لويديځ د تبليغاتي جنګونو او د اسلام او افغانستان د دښمنانو د نورو دسيسو پر ضد يې هم خبرې وکړې.
 
هغه زیاته کړه، د دې ټولنې هر وګړی دنده لري، چې د هېواد د مشرانو د لارښوونو اطاعت وکړي، د هېواد د دښمنانو له تعصبه ډکو تبلیغاتو سره مبارزه وکړي، د خپلو دیني او وطني وظیفو په پوره کولو او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
 
  همدارنګه ښاغلي ندیم د میدان وردګ د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره کېښوده، چې په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د میدان وردګ د لوړو زده کړو موسسه به د پوهنې وزارت له بودجې څخه د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير تېره اوونۍ د هېواد شمال او شمال ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه زون په تحصيلي موسسو کې ١٤ پروژې پرانيستې او ١٥ نورې پروژې يې منظورې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcfced0ew6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته