دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 279066
یونیسف د هرات زلزله ځپلو ته څه باندې ۸۰ ټنه وسایل او درمل ولېږل
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د هرات د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د څه باندې ۸۰ ټنو طبي وسایلو او درملو د رسولو اعلان وکړ او ویې ویل، چې د دې مرستې پیسې د اسیا پراختیايي بانک له خوا ورکړل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغو مرستو کې د امیندوارو میرمنو او ماشومانو لپاره درمل او جراحي وسایل شامل دي.
 
یونیسف زیاته کړه چې دغه طبي مرسته د اسیا پراختیايي بانک له خوا ورکړل شوې ده.
 
د یونیسف په وینا له دې مرستو به ۴۳ زره زیانمنې شوې کورنۍ ګټه پورته کړي.
 
په افغانستان کې د یونیسف استازي فران اکیزا وویل: هغه طبي تجهیزات چې نن کابل ته راورسیدل د هغو زرګونو ماشومانو او کورنیو لپاره د ژوند کرښه ده چې له ویجاړونکې زلزلې وروسته سمدستي او ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.
 
د ایکزا په وینا، د یونیسف ټیمونه ماشومانو او کورنیو ته حیاتي مرستې چمتو کوي.
 
په افغانستان کې د یونیسف استازي زیاته کړه چې دغه اداره د ۹۶ زره ټپي ماشومانو د مرستې لپاره اضافي مرستو ته اړتیا لري.
 
د یونیسف په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وروستیو تازه معلوماتو له مخې په هرات او شاوخوا ولسوالیو کې په وروستیو زلزلو کې نږدې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
 
د یونیسف په وینا په وژل شویو کې ۹۰ سلنه ښځې او ماشومان دي. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي چې د دغه سازمان د اټکل له مخې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله شاوخوا اوه زره او ۵۰۰ امیندواره مېرمنې اغېزمنې شوې دي.
 
ویل شوي چې د هرات په دریو ولسوالیو کې چې تر ټولو زیات زیانونه یې اړولي، شاوخوا ۱۵۴ زره کسانو یا خو خپل کورونه په بشپړه توګه له لاسه ورکړي او یا یې کورونه سخت زیانمن شوي دي.
 
د یادولو ده، چې د شنبې په ورځ هم د ریکټر په کچه د ۶،۳ درجې یوې زلزلې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ او یو شمېر نورې ولسوالۍ ولړزولې. په دې دوو اوونيو کې څو نورې زلزلې او وروسته ټکانونه هرات ولړزاوه.
 
د بې پولې ډاکټرانو د شمېرو له مخې په هرات کې د زلزلې له امله تر ۲۴۴۵ ډېر کسان وژل شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfv1d0vw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته