دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 279528
په مزارشريف ښار کې د دوړو زياتوالی
په مزارشريف كې د آوا خبريال په دغه ښار كې د طوفان د رامنځته كېدو او د دوړې د ډېرېدو خبر وركړ او ټينګار يې وكړ، چې دغه حالت د خلكو تګ راتګ ته ستونزې پيدا كړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په مزارشریف ښار کې د افغان غږ خبری آژانس د خبریال د راپور له مخې، نن سهار (عقرب ۹) له سهار راهیسې دغه ښار د سخت طوفان او د دوړو د خپریدو شاهد دی.
 
د افغان غږ خبری آژانس خبريال د خبر له مخې، دغې سختې ککړتيا په ښار کې د خلکو لپاره ستونزې را ولاړې کړې، خو يو شمېر خلک او هټيوال وايي، چې په روان کال کې يې نږدې هره مياشت يا دوه مياشتې د دا ډول طوفانونو شاهدان دي.
 
د افغان غږ خبری آژانس خبریال ټینګار وکړ چې طوفان او دوړې د هر ساعت په تیریدو سره د شدت په حال کې دي او که دا دوام وکړي، ممکن په ښار کې دوکانونه او کاروبارونه وتړل شي.
 
په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي، چې د کال په پیل کې وچکالي او د باران کموالی د هېواد په شمال کې د دوړو د ډېرېدو اصلي لاملونه دي.
 
د روان کال په اوږدو کې د هېواد شمالي ولایتونه په ځانګړي ډول بلخ نږدې هره میاشت د توپانونو او دوړو شاهدان دي، چې د ورځني ژوند د ګډوډۍ ترڅنګ یې په خلکو کې تنفسي ناروغۍ هم زیاتې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcir3arvt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته