افغان غږ خبری آژانس: CNN نن یکشنبه د قوس ۱۲ مه خبر ورکړ، چې پېښه د فرانسې په پلازمېنه پاریس ښار کې د ایفل ټاور ته څېرمه رامنځته شوې ده.
دغه برید تېره شپه د پاریس د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې د سین پر بیر پل کې شوی دی. بریدګر چې نوم یې نه دی یاد شوی، له یوې جرمنۍ جوړې په چاقو په واسطه حمله کړي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په وینا، دغه کس په ۲۰۲۰ کال کې له څلورو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو او د امنیتي خدمتونو تر څارنې لاندې او تر رواني درملنې لاندې و.
AFP د پولیسو د یوې باخبرې سرچینې په حواله ویلي چې بریدګر په فرانسه کې زیږیدلی او د فرانسې تابعیت لري.
د فرانسې پولیسو دا برید په داسې حال کې کړی چې دغه هېواد دا مهال په لوړه کچه امنیتي تدابیر نیولي دي.
د پاریس په مرکزي ښار کې د شنبې د شپې پیښه له اته میاشتې لږ مخکې د فرانسې په پلازمینه کې د المپیک د کوربه توب په اړه رامنځ ته کیږي او کیدای شي د نړیوالې سپورتي غونډې د امنیت په اړه پوښتنې راپورته کړي.
پاریس په سین کې د بې ساري پرانیستې مراسم پلان کوي، چې ممکن 600,000 لیدونکي راجلب کړي.