دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 281616
له پاکستان څخه د مهاجرینو اخراج افغانستان په بیړني حالت کې راوستی دی
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان د څانګې مشر اعلان وکړ چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل افغانستان په یوه اضطراري حالت کې واقع کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: لیونارد زولو ابزرور ته وویل چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري شړلو سره په افغانستان کې بیړنی حالت رامنځ ته شوی دی.

زولو همداراز له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اخراج ته هم اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې هېواد ته د هغوی په سمه توګه راستنېدل مرستندویه بنسټونه له یوې نوې ننګونې سره مخ کړي دي.

د هغه په ​​وينا، هره ورځ شاوخوا شل زره افغان کډوال له پاکستانه ايستل کېږي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه نړیوال قوانین مراعات کړي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې نړیوالو بنسټونو له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ویستلو پر دوام اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې ډېر شمېر راستانه شوي کډوال د تګ لپاره هېڅ ځای نه لري.
https://avapress.com/vdcjvve8muqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته