افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی، چې د اسلامی امارت له واکمنۍ وروسته له ټول هېواد څخه په نشه یی توکو نږدې سل زره معتادین راټول شوی او د درملنې مرکزونو ته یې معرفی کړی دی.
دوي زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به په هغو ولایتونو کې چې د معتادینو کچه لوړه ده، د درملنې لس نوي مرکزونه جوړېږي.
په ورته وخت کې په نشه يي توکو یو شمېر روږدي کسان چې درملنه یې شوې د اسلامي امارت له دې کړنو خوښي څرګندوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د نشه يي توکو قاچاق په بشپړه توګه بند شوی دی.