دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 281983
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا د افغانستان د تحولاتو په اړه غونډه وکړه
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه نن (دوشنبه د قوس ۲۱) جوړه شي. د بشري حقونو د څار یو لوړ پوړی چارواکی وايي، دا غونډه به د ډسمبر په یوولسمه نېټه د سویس، جاپان او متحده عربي اماراتو د استازو په کوربه توب جوړه شي.
افغان غږ خبری آژانس: دا غونډه د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د راپور د سپارښتنو د تطبیق په اړه د بحث لپاره جوړه شوې ده.

د بشري حقونو د څار د دغه لوړپوړي چارواکي په وینا، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د راتلونکو ګامونو په اړه د وضاحت نشتوالی د اندېښنې وړ دی.

د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستیالې، هیدر بار وویل، «موږ د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د راپور له ترلاسه کولو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څرنګوالي په اړه د وضاحت د نشتوالي په اړه اندېښمن یو.»

د بشري حقونو د څار دغه جګپوړي چارواکي د تړلو دروازو تر شا د غونډو جوړول د منلو وړ نه بولي او وايي، ښځې، نجونې او نور افغان اتباع چې له بشري حقونو سرغړونو سره مخ دي حق لري چې پوه شي چې د امنیت شورا په غونډه کې پر څه بحث کېږي او دوی باید برخه ولري. 

"د تړلو دروازو ترشا لومړۍ خصوصي ناسته وه چې په هغه کې ځانګړي همغږي کونکي چې د خپلواکې ارزونې پروسې رهبري کوي غړو هیوادونو ته معلومات ورکړل، ورپسې د راپور په اړه د بحث لپاره یوه بله تړلې ناسته ترسره شوه، او بله ناسته به د تړلو دروازو شاته ترسره شي او دا هغه وخت به د سویس، جاپان او متحده عربي اماراتو د استازو په کوربه توب د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د راپور د سپارښتنو د تطبیق په اړه خبرې وشي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی و چې د روانې میاشتې په پای کې به د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د افغانستان لپاره د بندیزونو د کمېټې مشره او د مدني ټولنې استازي ګډون او خبرې وکړي.

که څه هم اسلامي امارت د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، خو تل یې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د استازو له شتون پرته به دا ډول غونډې اغېزمنې نه وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلی اوغلو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دغه هېواد په اړه خپل ارزونې راپور وړاندې کړ او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه یې وغوښتل چې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته پام وکړي او په افغانستان کې د بیارغونې لپاره کار وکړي. ټول نړیوال سیسټمونه او بنسټونه د افغان ښځو ګډون او رهبرۍ ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcg7q9xwak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته