دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 282497
په بدخشان ولایت کې د ۴۰۰ کورنیو لپاره د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه
د بدخشان ولایت د اوبو رسولو د شبکې مشر وايي، د فیض آباد ښار په اوومه ناحیه کې د ۱،۷ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو رسولو شبکه جوړه شوې چې د څه باندې ۴۰۰ کورنیو د اوبو اړتیا پوره کوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان ولایت د اوبو رسولو د شبکې رئیس ملا محب الله احمدی په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د شبکې د فعالیدو په اړه وویل، د ښاریانو د اړتیاوو له مخې د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د څه باندې يو ميليون افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه جوړه او د دغه ښار په اوومه ناحيه کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
 
ده زياته کړه: د اوبو رسولو دغه ١،٧ کيلومتره اوږده شبکه د فيض اباد ښار د اوومې ناحيې د اوسېدونکو د ٤٠٠ کورنيو اړتياوې پوره کولى شي. هغه دا هم وايي، چې پخوا دغو کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه درلود، خو د دې شبکې په مرسته دوى ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
 
ملا احمدي څرګنده کړه چې د اوبو رسولو د شبکې کار د خلکو او دولت په لګښت بشپړ شوی او دغې شبکې د څه باندې درې زره خلکو د اوبو اړتیا حل کړې ده.
 
هغه وويل، د دوی پلانونه دا دي چې د فيض اباد ښار د اوبو رسولو له شبکې سره د لوړو او محرومو سيمو د پاکو اوبو سره ونښلوي او د دې ښار ټول اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى ولري.
 
د فيض اباد ښار د اوومې ناحيې يو تن وکيل معلم زمان الدين په دې اړه وويل: د فيض اباد ښار د اوومې ناحيې اوسېدونکي له کلونو راهيسې د اوبو د کمښت له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او حتی په ګرم موسم کې د ناپاکو اوبو څښل د دې لامل کېږي. او په دې سیمه کې د هر ډول ناروغیو خپریدل.
 
نوموړي ومنله، چې د اوبو رسولو شبکې په جوړېدو سره د فيض اباد ښار د اوومې ناحيې د اوسېدونکو د ژوند او روغتيايي ستونزو ډېره برخه حل شوې ده.
https://avapress.com/vdchwiniq23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته