دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 282802
کورني تولیدونکي: اسلامي امارت باید د ټیټ کیفیت لبنیاتو د واردولو مخه ونیسي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، د لبنیاتو د پروسس او تولید شرکتونو مسوولینو د دغه وزارت له مرستیال سره په کتنه کې له اسلامي امارت وغوښتل چې د هېواد په کچه د لبنیاتو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې زیاتې هڅې وکړي او باید د ټیټ کیفیت لبنیاتو د واردولو مخه ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین نن یکشنبه (د جدی ۳مه) د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې مولوي عثماني، د دغه وزارت مرستیال د لبنیاتو د اتحادیې له مسوولینو سره په لیدنه کې وویل، چې په هېواد کې د لبنیاتو د تولید د کچې له معلومولو وروسته به یې د وارداتو مخه ونیول شي.

د هغه په ​​وينا، په دې غونډه کې د عثماني وويل: "زموږ دنده دا ده چې د کروندګرو او مالدارۍ سکټور ته اسانتياوې برابرې کړو، په هېواد کې د لبنياتو د توليد د کچې له څېړلو وروسته، اړينه ده چې د وارداتو کچه راټيټه کړو.

ښاغلی مستعین وايي، په دې غونډه کې یو شمېر مالدارانو د کرنې وزارت له مسوولینو وغوښتل چې د مالدارۍ په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي او له بهر څخه د ټیټ کیفیت لرونکي لبنیاتو د واردولو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د لبنیاتو د پروسس او تولید شرکتونو هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې کورنیو لبنیاتو ته بازار موندنه زیاته کړي او له بهر څخه د ټیټ کیفیت تازه او وچو شیدو د واردولو مخه ونیسي.

هغه زياته کړه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د لبنياتو د توليد د زياتوالي او د مالدارۍ د فارمونو د رامنځته کولو په موخه هڅه کوي، چې د پانګوالو لپاره شرايط برابر او اسانتياوې رامنځته کړي.

بايد يادونه وشي، چې د هېوادوالو د ورځنيو اړتياوو ډېره برخه د لبنياتو محصولاتو لکه وچه او تازه شيدې، پنير، مسکي او داسې نور له ګاونډيو هېوادونو څخه د وارداتو له لارې پوره کېږي.

خو په دې وروستيو کې په هېواد کې د لبنياتو د توليد شرکتونه هم رامنځته شوي او د دغو شرکتونو مسوولين غواړي چې واردات کم کړي او له دولت څخه د خپلو محصولاتو ملاتړ وکړي.
https://avapress.com/vdchvinii23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته