دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 283157
له ۸۰۰۰ څخه زیات پاسپورټونه هره ورځ ویشل کیږي/ په تیرو ۶ میاشتو کې ۳ میلیارده افغانۍ راټولې شوي دي
د هېواد د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې دې ادارې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره پاسپورټونه پر غوښتونکو وېشلي او له دې لارې څه باندې درې میلیارده افغانۍ د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاسپورت ریاست پر سستی د خلکو له نیوکو سره سره؛ خو د دغه رياست وياند نورالله پتمن د شنبې په ورځ (د جدی ۹مه) د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل، چې په مرکز او ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او هره ورځ په ټول هېواد کې څه باندې اته زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

هغه زياته کړه، چې دې رياست په تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې ٧٠٠ زره پاسپورټونه وېشلي او له دې لارې تر ٣ ميليارده افغانيو ډېر عوايد ترلاسه شوي دي.

د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ هېوادوالو ته د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې هېڅ ډول ځنډ او ستونزه نشته او دغه دفتر په عصري وسایلو سمبال دی.

پتمن يادونه وکړه، چې د پاسپورټونو عمومي رياست هڅه کوي، چې د پاسپورټونو د وېش شمېر دوه برابره کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل، چې د پاسپورټونو عمومي رياست هېڅکله د پاسپورټونو له کمښت سره نه مخ کېږي او دغه اداره د پاسپورټ د چاپ قرارداد له لېتوانيايي شرکت سره تمديد کړى دى.

د کمېشنرانو د لاسونو لنډول او له اداري فساد سره مبارزه د پاسپورت ریاست په تېرو دوو کلونو کې د پتمن له لویو لاسته راوړنو څخه دي.

خو د هېواد يو شمېر ښاريان وايي، چې له تېر يوه کال راهيسې د خپل بار په تمه ناست دي. خو د پاسپورت رياست د سستۍ له امله نه دي بريالي شوي چې پاسپورت ترلاسه کړي.

دوی د پاسپورتونو له عمومي ریاست څخه غوښتنه کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د تذکرو د وېش ادارې په زیاتولو سره غوښتونکو ته د پاسپورټونو د وېش په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

یو له دغو اتباعو څخه حسین علي محمدي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې هغه او کورنۍ یې تېر کال د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره آنلاین نوم لیکنه وکړه. خو تر اوسه د دوی لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت باید د پاسپورت د ویش مرکزونه او ادارې زیاتې کړي.

پتمن په دې اړه وويل چې د پاسپورټ عمومي رياست هڅه کوي چې په کابل کې د پاسپورټونو د وېش درې نوي مرکزونه جوړ کړي.

نوموړي په کابل کې د پاسپورټ د وېش د مرکزونو د جوړېدو موخه د پاسپورټ د ترلاسه کولو د پروسې د اسانتيا په موخه ياده کړه او ويې ويل، چې په راتلونکو څو مياشتو کې به د پاسپورټ ستونزه په بشپړه توګه حل شي.

په همدې حال کې د کابل يو بل اوسېدونکي جواد د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې اته مياشتې مخکې يې د پاسپورټ لپاره نوم ليکنه کړې، خو تر اوسه يې نه دى ترلاسه کړى.

جواد زياته کړه، چې ډېرى هېوادوال ناروغه دي، ډېرى نور خلک نورې ستونزې لري او غواړي پاسپورټونه واخلي، خو نه شي کولى.

نوموړي له دولت په ځانګړې توګه د پاسپورټ له رياست څخه وغوښتل، چې د ښاريانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
https://avapress.com/vdcbsfb5zrhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته