دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 283968
په فراه او پکتیکا کې د اوبو رسولو د اتو شبکو او دوه استنادي دیوالونو بشپړول
په پکتیکا او فراه کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي چې د مرستندویه موسسو له خوا د اوبو رسولو د اتو شبکو او دوو استنادي دیوالونو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د څښاک د اوبو دغه شبکې د اغاخان فرهنګي بنسټ له خوا د لس میلیونه افغانیو په لګښت په برمل او برمل کې جوړې شوې دي. 

په خبرپانه کې راغلي دي چې د دغو پروژو په جوړیدو سره د یادو ولسوالیو لسګونه اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او د اوبو رسولو د دغو شبکو په جوړیدو سره ۸۲۵ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د څښاک د اوبو دغه شبکې د لمريزې برېښنا په سيستم سمبالې دي.

د څښاک د پاکو اوبو دغه شبکې په داسې حال کې د دې ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې په کار اچول شوي، چې د تېر کال له خونړۍ زلزلې وروسته د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د پاکو اوبو له کمښت سره مخ وو.

بل پلو د فراه ولایت د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د بیکوه ولسوالۍ په «سیه قلعه» او «جوی صفید» کلیو کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د دوو استنادي دیوالونو د جوړولو کار پیل شوی دی. 

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو دیوالونو هر یو له ۳۰۰ څخه تر ۳۱۰ مترو پورې اوږدوالی لري او په جوړیدو سره به یې ۶۰۰ کورنۍ او زر جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له خطر څخه خوندي شي.

دغه رياست زياته کړه چې د دغو استنادي ديوالونو د جوړولو لګښت د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) له خوا ورکړل شوى او د "اسلامک ريليف" موسسې په تخنيکي همکارۍ بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام له خوا د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د عامه ګټو پروژې پلې شوې دي.
https://avapress.com/vdcb0fb5wrhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته