دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 284580
د پاکستان له زندانونو تر ۵۰ زیات افغان بندیان خوشي شول
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسل عبدالجبار تخاري ویلي دي چې د پاکستان د سند آیالت له څو زندانونو څخه تر ۵۰ زیات افغان اتباع خوشي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: ښاغلی تخاري وايي، تازه خوشي شوي کسان د چمن لارې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې اوس هم د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې ۲۲۱ افغان کډوال بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د بېلابېلو دلایلو له مخې د افغان کډوالو نیول او ویستل پیل کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
https://avapress.com/vdcc40qix2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته