دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 285713
د فراه د بخش آباد بند د غځولو تونل د جوړولو کار بشپړ شو
د فراه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، چې د بخش اباد بند د انحلاطي تونل د جوړولو کار بشپړ شوى او د دويم فاز د جوړولو کار پيل شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، د بخش آباد بند د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه رود پر سیند جوړیږي او د دغه بند د کانالونو د کیندلو چارې پیل شوې. 
 
بخش آباد بند د هېواد په سوېل لوېديځ کې د اوبو له مهمو بندونو څخه دى، چې شاوخوا لس کاله وړاندې د تېر حکومت پر مهال جوړ شوى و.
 
ویل کېږي چې دغه بند به د یو میلیارد متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو او د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.
 
اسلامي امارت وايي چې د بخش اباد بند په جوړولو به ۴۳۰ میلیونه ډالره لګښت راشي. داسلامي امارت چارواکو ویلي، چې د دغه بند د جوړولو د لګښت یوه برخه به له خلکو راټولوي.
https://avapress.com/vdcb8sb5frhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته