افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هرات - خواف اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز د غځولو تړون د افغانستان د ریل پټلۍ د ملي ادارې او د ګاما ګروپ شرکت ترمنځ د ملا عبدالغني برادر اخند په حضور کې لاسلیک شو.
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د خواف - هرات د ریل پټلۍ د دویمې برخې د جوړولو تړون له "ګاما" شرکت سره لاسلیک شو.
دا برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف - هرات د اورګاډي وروستۍ برخه ده.
د هرات - خواف ریل پټلۍ څلور برخې لري، چې درې یې تر اوسه بشپړې شوي او څلورمه برخه یې تر کار لاندې ده.
د اورګاډي دغه لاره د ختیځ او لویدیځ د نړیوالو ترانزیتي لارې یوه برخه ده او د ایران د اسلامي جمهوریت په مرکز کښې د ختیځې اسیا له څنډې څخه د دغه وچې تر لویدیځ پورې د پنځو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي اړیکو د چټکتیا سبب ګرځي.
له بلې خوا دې رياست په خبرپاڼه کې ليکلي، چې د روسيې د اوسپنې پټلۍ مرستيال الياس کازاکوف پنجشنبه (حمل ۹) کابل ته راغلی وو.
نوموړی به د افغانستان د ریل پټلۍ له عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت سره له کتنې وروسته د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ د دویم فاز د څلورمې برخې د جوړولو د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.