دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 288047
د هرات - خواف رېل پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو
د هرات - خواف رېل پټلۍ د څلورمې برخې د دویمې فاز د پروژې قرارداد د افغانستان د رېل پټلۍ د ملي ادارې او د ګاما ګروپ شرکت ترمنځ د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په حضور کې لاسلیک شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هرات - خواف اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز د غځولو تړون د افغانستان د ریل پټلۍ د ملي ادارې او د ګاما ګروپ شرکت ترمنځ د ملا عبدالغني برادر اخند په حضور کې لاسلیک شو. 

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د خواف - هرات د ریل پټلۍ د دویمې برخې د جوړولو تړون له "ګاما" شرکت سره لاسلیک شو.

دا برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف - هرات د اورګاډي وروستۍ برخه ده.

د هرات - خواف ریل پټلۍ څلور برخې لري، چې درې یې تر اوسه بشپړې شوي او څلورمه برخه یې تر کار لاندې ده.

د اورګاډي دغه لاره د ختیځ او لویدیځ د نړیوالو ترانزیتي لارې یوه برخه ده او د ایران د اسلامي جمهوریت په مرکز کښې د ختیځې اسیا له څنډې څخه د دغه وچې تر لویدیځ پورې د پنځو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي اړیکو د چټکتیا سبب ګرځي.

له بلې خوا دې رياست په خبرپاڼه کې ليکلي، چې د روسيې د اوسپنې پټلۍ مرستيال الياس کازاکوف پنجشنبه (حمل ۹) کابل ته راغلی وو.

نوموړی به د افغانستان د ریل پټلۍ له عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت سره له کتنې وروسته د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ د دویم فاز د څلورمې برخې د جوړولو د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.
https://avapress.com/vdceev8wfjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته