افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کندهار ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست د معلوماتو له مخې؛ په ۱۴۰۲ کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۲۱۲ زره کسانو الکترونیکي او کاغذي تذکرې ترلاسه کړې.
دغه رياست زياته کړه چې هره ورځ شاوخوا درې زره کسان د تذکرو ترلاسه کولو لپاره راځي.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال د تذکرو له وېش څخه ١٠٧٦٧٥زره افغانۍ ترلاسه شوې وې.