افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند د احصایې او اطلاعاتو ریاست مسؤلین وايي چې دې ریاست په تېر کال کې شاوخوا ۱۵۶ زره کاغذي او برېښنايي تذکرې وېشلي دي.
د میلي ټلویزیون د چارواکو په وینا په تېر کال کې دې ادارې د شناختي کارډونو د وېش تر څنګ یو شمېر د زوکړې کارتونه او د مړینې کالي هم وېشلي دي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د احصايې مرکزي ادارې په هېواد کې د څه باندې ۱۲ ميليونو برېښنايي تذکرو د وېش اعلان وکړ.