افغان غږ خبری آژانس: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو د اوکراین په شخړه کې د مستقیم ګډون اراده نه لري.
د سپوتنیک په وینا، سټولټنبرګ ایټالوي ورځپاڼې ریپبلیکا ته وویل: ناټو په اوکراین کې د سرتیرو د ځای پرځای کولو کوم پلان نه لري.
د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې اوکراینیانو له ناټو نه د عسکرو غوښتنه نه ده کړې، خو زیات ملاتړ، مهمات او د توپچي وسلې یې غواړي.
هغه تاکید وکړ: ناټو هیڅ پلان نه لری چې په مستقیمه توګه د اوکرایین په جګړه کې ښکیل شی.