دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 290758
یوناما: په بغلان ولایت کې وروستیو سیلابونو ۶۰ زره کسان وژلي دي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په بغلان ولایت کې وروستیو سیلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یوناما په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان بشري ټیمونه سیلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په موخه استول شوي دي.
 
په هغه ویډیو کې چې نن (دوشنبه د ثور په ۳۱مه) د یوناما له خوا په یوه خپره شوې ویډیو کې بغلان ته د ښاغلي رشتوت د سفر په اړه په ایکس کې خپره شوې، هغه وايي چې بغلان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د سیلابونو له امله تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.
 
د یوناما مرستیال وايي، چې په دغه ولایت کې سېلابونو ۱۸۲ کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
 
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی زیاتوي، چې د بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو په سېلاب ځپلو سیمو کې یې ګډې مرستندویه ډلې ځای پر ځای کړي او تر اوسه یې له پنځوسو زرو کسانو سره مرسته کړې ده.
 
باید وویل شي، چې په بغلان کې د وروستیو سیلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
https://avapress.com/vdcgnz9x7ak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته