افغان غږ خبری آژانس: د پنجشنبې په ورځ، د جوزا په ۳ مه، د خوړو نړیوال سازمان په اکس ټولنیزه شبکه کې یو پیغام خپور کړ چې په کې راغلي چې سیلاب په اغیزمنو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړ کړي دي.
دغه سازمان ویلي چې دې مسلې د خوړو نړیوال پروګرام ته د خوړو رسول ستونزمن کړي دي.
په پیغام کې راغلي دي: "تر اوسه مو نږدې شل زره هغو کسانو ته چې سیلاب ځپلي دي د خوراکي توکو مرسته کړې ده."
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اوونيو کې د بغلان، غور، تخار، فارياب، بدخشان، سمنګان، سرپل، هرات، بادغيس، لغمان، باميان، فراه، نورستان او کاپيسا ولايتونه د سېلابونو شاهد وو.
له دې وړاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند جانان صیاد په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې د ثور له ۲۰مې د زمري تر لومړۍ نېټې پورې په هېواد کې سېلابونو ۲۹۴ تنه وژلي او ۲۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.