دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 291017
د فواید عامې وزارت د کابل – کندهار د لویې لارې د پاتې برخو د بیارغونې چارې پیل کړې
د ټولګټو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د کابل – کندهار د لویې لارې د څلورو برخو د کار د پیل اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس- کابل: دغه وزارت زیاتوي چې د فواید عامې وزارت د قراردادي شرکتونو مسوولینو او د یادو پروژو د څار ټیمونو ته لارښوونه کړې چې د دغې لویې لارې د یادو برخو د بیارغونې چارې په ښه کیفیت او خپل وخت بشپړې کړي.
 
د فواید عامې وزارت دغه راز زیاته کړه، چې تېر کال دغه وزارت د دغې لویې لارې د بیارغونې چارې په اوو برخو کې پیل کړې وې، چې اوس یې چارې په چټکۍ او ښه کیفیت سره په نورو برخو وېشل شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کابل-کندهار لويه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لويو لارو څخه ده، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګريزو توکو او کرنيزو محصولاتو په چټک لېږد کې رغنده رول لوبوي او په بشپړېدو سره يې ترانسپورتي اسانتياوې برابرېږي.
https://avapress.com/vdcfyyd0ew6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته