دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 291018
د هند په یوه تفریحي پارک کې اور لګېدنې ۲۷ تنه وژلي دي
هندي چارواکو اعلان کړی چې د ګجرات ایالت په یوه تفریحي پارک کې د اورلګېدنې له امله د ۹ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په هند کې سیمه ییزو چارواکو په یوه تفریحي پارک کې د اورلګېدنې له امله د ۲۷ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې ډېری یې ماشومان دي.
 
اورلګېدنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د لوبې ډګر له ماشومانو او ځوانانو ډک و او په ودانۍ کې تر ۳۰۰ ډېر کسان موجود وو.
 
د هند د اور وژنې ادارې اعلان کړی چې د اور لګېدنې لامل لا نه دی معلوم او د دغه هېواد لومړي وزیر هم ویلي: د اور وژنې دې پېښې موږ ټول غمجن کړل.
https://avapress.com/vdcgqq9x7ak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته