افغان غږ خبری آژانس: د حماس د سیاسی دفتر غړی عزت الرشق وایی: منځګړو موږ ته د اوربند د خبرو اترو په اړه څه نه دی ویلی.
هغه دې ته په اشارې سره چې مونږ خپله غوښتنه (د اوربند اصلي شرط) په واضحه توګه مطرح کړې ده چې د غزې په تړانګه باندې د هر ډول تیریو مخه باید په بشپړه توګه او دایمي وي.
د حماس د غورځنګ دغه غړي وویل چې نتانیاهو د وخت له ضایع کولو او دروغ ویلو نه ستړی کیږي چې د خپلو بندیانو پروا لري.
هغه په دې خبرې سره چې د نیواکګرو وخت په ختمیدو دی، د قدس، سرایا القدس او نورو مقاومتی ډلو زړورو جنګیالیو ته د صهیونیسټی تیریګرو په وړاندې په زړورتیا سره د مبارزې د دوام مبارکی ورکړه.
د یادولو وړ ده چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د ختمولو او په غزې تړانګه کښې د جګړې د بشپړ بندولو لپاره خبرې اترې تراوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.