افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په ناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان د درملنې په موخه د کابل دوو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
دغه اداره زیاتوي، چې په تېرو دوو کلونو کې تر څلور زره ډېر ماشومان د زړه په ناروغۍ اخته دي، چې د درملنې لپاره د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د زړه سوري یا د سیپټل نیمګړتیا د زړه یو له ناروغیو څخه دی چې په ځینو ماشومانو کې د زیږون څخه شتون لري.