افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه وزارت په هیواد کې د لویو لارو او سړکونو جوړولو ته ژمن دی.
دغه وزارت زیاته کړه چې د لویو لارو د جوړولو په لړ کې یو شمېر لویې پروژې په پام کې لري.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د فوايد عامې وزارت د سالنګ تونل چې د افغانستان يو له مهمو لويو لارو څخه بلل کېږي، ترميم او بيارغونه وکړه.