دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 291034
حقاني: شهید رئیسي د اسلامي هېوادونو ترمنځ ستونزې هوارې کړي
د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کې د شهید ولسمشر او د هغه د ملګرو د روح د تسلیت په موخه د فاتحې په لوستلو او د شهید کتاب د لاسلیکولو په ترڅ کې له هغوی سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: حقاني د ایران د پخواني ولسمشر د دوره ځینو برخو ته په اشارې سره ایت الله رییسي د سولې غوښتونکی شخصیت وباله.
 
هغه اسلام د ایران او افغانستان تر منځ ترټولو مهم مشترک ټکی وباله او ویې ویل د دواړو هیوادونو اړیکې په مختلفو برخو په تیره بیا په اقتصادی ډګرونو کښې د پراختیا په حال کښې دی.
 
په تېرو ورځو کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د دولتي او غیر دولتي شخصیتونو، سیاسي فعالانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ... په پراخ حضور سره د ارواښاد د شهادت په مناسبت د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
https://avapress.com/vdcexz8wejh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته