دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 291036
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو زیانمنونکي دي
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسوولینو افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیم د بدلون په برخه کې یو له زیان منونکو هېوادونو څخه بللی او له دیني عالمانو یې غوښتي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو له دیني عالمانو وغوښتل چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
 
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني د یوې غونډې پر مهال وویل چې افغانستان د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مخامخ دی.
 
دغه راز د دې ادارې مشر د اقلیم د بدلون په اړه د بحث په پروګرام کې چې یو شمېر دیني عالمانو هم په کې برخه اخیستې وه وویل، که څه هم له دې طبیعي پدیدې سره مبارزه د نړۍ د ټولو اړوندو بنسټونو او هېوادونو ګډه دنده ده، خو د دیني عالمانو رول به رغنده وي. 
 
له بلې خوا د حج او اوقافو په وزارت کې د جوماتونو د ادغام مشر مولوي میر غوث الدین حقاني د اقلیم بدلون د ټولو انسانانو ژوند ته جدي ګواښ ګڼي او دیني عالمان کولای شي په دې برخه کې رول ولوبوي. 
 
د چارواکو په وینا افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له همدې امله باید له نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي مرستې ترلاسه کړي.
 
دا هم باید یادونه وشي چې د شنو خونو د ګازونو د زیاتې کارونې له امله د نړۍ د تودوخې زیاتوالی، په صنعت کې د انرژۍ لویه ګټه او په جګړو کې د ویجاړونکو او اور وژونکو درنو وسلو کارول د اقلیم د بدلون اصلي لاملونه بلل کیږي چې د ځینو لخوا کارول کیږي. 
https://avapress.com/vdcgwq9x3ak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته