افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز ولایت د رسنیو دفتر نن دوشنبه د جوزا ۷ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ولایت له والي شیخ محمد قاسم خالد سره د ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو د استازو د ليدلي او ویلی، چې په دې غونډه کې د نيمروز والي له کورنيو او بهرنيو بنسټونو وغوښتل چې د روغتيا په برخه کې د نيمروز له خلکو سره همکاري وکړي.
دغه راز هغه له بنسټونو وغوښتل چې د دغه ولايت د لرو پرتو سيمو اوسېدونکو ته چې له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي، روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
ښاغلي خالد دا هم وويل، چې د وروستيو سېلابونو له امله د نيمروز ولايت ډېرى فرعي سړکونه زيانمن شوي او د دې ولايت سيمه ييزې ادارې بايد د مرستندويه بنسټونو په مرسته د بيارغونې چارې پيل کړي.
د نيمروز والي دغه راز له مرستندويه موسسو څخه وغوښتل چې د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته خپلې مرستې ورسوي او هڅه وکړي چې په نيمروز ولايت کې د پرمختيايي پروژو په پلي کولو سره د خلکو اساسي ستونزې هوارې کړي.
په دې کتنه کې نوموړي د دغه ولایت مسوولینو ته هم لارښوونه وکړه، چې په اړوندو چارو کې له بهرنیو او کورنیو مرستندویه موسسو سره بشپړه همکاري وکړي.
ښاغلي خالد د دوی کاري راپورونه هم وارزول او ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې د مرستندويه ادارو استازو هم ښاغلي خالد ته ډاډ ورکړ، چې په يادو شويو مواردو کې به له خلکو سره هر څومره چې وي، همکاري وکړي.