افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، په ارزګان ولایت کې د وروستیو سیلابونو د زیانمنو شویو د ستونزو د هواري په موخه غونډه جوړه شوه.
د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کرنيزو ځمکو، د کرنيزو اوبو د سيسټمونو، د کانالونو، پلونو او استنادي دېوالونو په جوړولو او د ويجاړېدو د مخنيوي په موخه د بشري مرستو پر دوام او د پراختيايي پروژو پر پلي کېدو خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او کورنیو بنسټونو مسوولینو د خپلو کاري دندو په پام کې نیولو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
په اروزګان ولایت کې سیلابونو ۲۵ جوماتونه، ۵۶ عامه پلونه، ۶۹ دوکانونه، ۸۱۷ باغونه، ۲۳۶۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۲۴۴ کیلومتره کلیوالي سړکونه او زرګونه څاروي له منځه وړي دي.