افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ سرپرست والی مولوی محمد یوسف وفا د دغه ولایت له عمومی محبس څخه لیدنه وکړه او له بندیانو سره یې وکتل او ویې ویل: زموږ موخه د ستونزو څیړل، وړاندیزونه دی. د بندیانو غوښتنې او د زندانیانو د چارو د سمون په موخه اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړل شو.
هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت حکومت له بندیانو سره د ښه او مناسب چلند او د هغوی د انساني کرامت په ساتلو ټینګار او پاملرنه کوي او د بندیانو ستونزو ته نه رسیدګي د منلو وړ نه ده.
مولوي وفا وويل، زندان د مجرمینو د اصلاح لپاره دى او د زندانيانو د نيولو موخه ښوونه او روزنه ده.
هغه وویل: ډاډ درکوم چې د بلخ ولایت د عمومي محبس ستونزې په ځانګړي ډول په ګرمه هوا کې د ځای د نشتوالي او د یخولو د سیستم د نشتوالي په اړه به ژر تر ژره اقدام وشي.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت د عمومي محبس رئیس عبدالرحمن همت زیاته کړه: په دغه زندان کې ۹۰۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي او د دیني او عصري زده کړو د کورسونو، یو جومات، امنیتي تدابیر، د قانوني ستونزو حل او د استوګنې اسانتیاوې، روغتیايي خدمتونه، مخابراتي خدمات، ۲۴ ساعته امنیتی کمرې برابرې شوې دي.
باید وویل شي، چې د بلخ والي د دغه ولایت له زندانیانو سره له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې ستونزې به یې حل او د بندیانو غوښتنو ته به پاملرنه کوي.