افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او ورسره پلاوي د همالیان - ترانس نړیوال غونډې په څلورمه ناسته کې د چین په کربه توب ګډون وکړ.
د اقتصاد وزارت وايي، په دې غونډه کې د چاپېریال له ننګونو سره د مبارزې لپاره د مناسبې حل لارې پر لټون، له طبیعت سره د انسان د تعامل او د چاپېریال پر نورو مسایلو خبرې وشوې.
دغه وزارت زیاتوي، چې په دې کتنه کې د اقتصاد وزیر په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلونونو له امله د اقتصادي سکټور د زیانمننې او د ټولنیز امنیت، د چاپېریال له زیانونو سره د مبارزې، د اقلیم له بحران سره د مبارزې، د اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو د معرفي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
باید وویل شي، چې د اقتصاد وزارت سرپرست او ورسره پلاوی په دې ناسته کې د ګډون په موخه د چهارشنبې په ورځ چین ته ولاړ.