دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 34527
امریکا وايي له طالبانو سره یې زغردې خبرې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ایملي هارن په قطر کې له طالبانو سره د خبرو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل چې د دوی ستراتیژي دا ده چې طالبان له القاعده شبکې څخه رابېل شي او بیا دا شبکه په افغانستان کې ځالې جوړې نه کړي.
امریکايي ورځپاڼې (ډیلي بیسټ) لیکلي چې د متحدو ایالتونو مقامات په قطر کې له طالبانو سره پټو خبرو ته دوام ورکوي.

د دې ورځپاڼې په وینا باور کېږي چې د طالبانو استازي د ګوانتنامو له زندان څخه د خپلو بندیانو د خوشي کېدو پر امکاناتو خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ایملي هارن په قطر کې له طالبانو سره د خبرو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل چې د دوی ستراتیژي دا ده چې طالبان له القاعده شبکې څخه رابېل شي او بیا دا شبکه په افغانستان کې ځالې جوړې نه کړي.
د ملګروملتو د طالبانو او القاعده د څارونکي ډلې هماهنګوونکی ریچارد باریت وايي:«یوه مسله چې ټول پرې د نظر یووالی لري، هغه دا دی چې خبرې اترې مخ په وړاندې ګام دی.»

د ډیلي بیسټ ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو د یوه مقام، چې د امریکايي مقاماتو او طالب استازو د خبرو په اړه مالومات ورکړای شوي، وویل: امریکايي مقاماتو د خبرو په تېر پړاو کې طالبانو ته په زغرده وویل چې طالبان دې انتظار نه باسي چې بهرني پوځیان به ووځي او دوی به بیا د جګړې له لارې کابل او نور ښارونه نیسي او قدرت به ترلاسه کوي.

امریکایانو همداراز وویل چې د سولې له خبرو پرته دا امکان نشته چې ټول امریکايي پوځیان دې له افغانستانه ووځي، امریکایان به ډېر پوځیان پرېږدي چې د طالبانو د واک ته رسېدو مخه ونیسي.نو د طالبانو لپاره ښه دا ده چې خبرې وکړي او په قدرت کې د ونډې د لرلو لپاره د شخړې د سوله ییز حل لټه وکړي.

د ورځپاڼې له مخې امریکایانو د دې لپاره چې د باور فضا رامنځته شي او د دښمنیو د پای ته رسېدو لور ته ګامونه واخیستل شي، په یوشمېر سیمو کې د اوربند د احتمال یادونه وکړه.

دوی دغه راز له طالبانو وغوښتل چې له القاعده سره خپلې اړیکې یومخ پرې کړي، د افغانستان د منتخب حکومت د تخریبولو هڅه ونه کړي.او امریکایانو په مقابل کې ورته وویل چې د یوشمېر طالب بندیانو پر خوشي کولو به غور وکړي.



ورځپاڼې وايي چې د طالبانو استازي حاضر نه شول چې له امریکایانو سره د خپلو خبرو د جزییاتو په اړه نظر څرګند کړي.خو دا یادونه یې وکړه چې په خبرو کې د افغانستان د حکومت جګپوړي مقامات هم برخه لري.

د طالبانو له لوري په خبرو طیب اغا، ملا عبدالعزیز، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا عباس اخوند او شیخ سید رسول شامل دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciywap.t1a5r26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته