دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 37738
د ګوانتانامو ۵ طالب بندیانو موافقه کړې ده، چې قطر ته ولیږدول شي
په دې اړه چې د طالبانو رهبران به وتوانیږي چې د دې ډلې سخت دريځي اود د ټیټې کچې غړي چې د خبرو مخالف دي ، مذاکرو ته قانع کړي، اندیښنې موجودې دي.

د طالبانو پينځو بندیانو چې له تیرو لسو کلونو په ګوانتنامو کې ساتل کیږي، موافقه کړې ده چې قطر ته ولیږدول شي. رویټرز د شنبې په ورځ د جمهور ریس حامد کرزي دویاند په حواله لیکلي چې افغان حکومت هیله لري چې دا به له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره په هڅو کې یومثبت ګام وي.

له ګوانتنامو څخه د طالبانو دبندیانو لیږدول له طالبانو سره د سولې د خبرو او په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ګام بلل کیږي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې ټاکل شوې بهرنی ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه ووزي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي چې له ګوانتناموڅخه قطر ته د دې بندیانو د انتقال د پلان د عملي کیدو په صورت کې به دا کسان له خپلو کورنیو سره یوځای شي. خو رویټرز لیکي چې د تیرو څو میاشتو له پټو دپلومایتکو هڅو سره هم لا نه ده څرګنده چې د زندانیانو د لیږدول پلان به عملي شي .

په دې اړه چې د طالبانو رهبران به وتوانیږي چې د دې ډلې سخت دريځي اود د ټیټې کچې غړي چې د خبرو مخالف دي ، مذاکرو ته قانع کړي، اندیښنې موجودې دي.

د رویټرز په حواله ، په دې پینځو کسانو کې یو تن محمد فضل دی چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کلونو په منځ کې د زرهاوو کسانو په وژلو تورن دی. په دوی کې د طالبانو یوه پخواني لوړ رتبه قوماندان نورالله نوري ، د طالبانو د رژیم پرمهال د استخباراتو د وزارت مرستیال عبدالحق واثق او د طالبانو د رژیم د کورنیو چارو وزیر خیرالله خیرخواه شامل دی.

د رویټرز په حواله ، د جمهور ریس حامد کرزي یوه سلاکار ابراهیم سپينزاده په روانه اونۍ کې د ګوانتنامو زندان ته تللی وو تر څو له ګوانتنامو څخه قطر ته د لیږدول کیدو په اړه د طالب بندیانو موافقه واخلي .

د جمهور ریس حامد کرزي حکومت مخکې د طالبانو د پيځو لوړ ربته غړو له انتقال سره موافقه کړې ده خو یو شمیر امریکايي مقامات وايي دا پينځه کسان چې اوس یې قطر ته د انتقال پریکړه شوې له ډيروخطرناکو کسانو دي.

مخکې تر دې چې د جمهور ریس بارک اوباما اداره په رسمي ډول د امریکاکانګرس ته د دې کسانود خوشي کیدو د امکان خبر ورکړي ، د کانګرس د دواړو ګوندونو یو شمیر سیاسي رهبرانو د دې کسانو د خوشي کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه .

د بهرنیوچارو د وزارت ویاند جانان موسی زي د رویټرز اژانس ته ویلي چې ډير ژر به د بهرنیوچارو وزیر زلمی رسول قطر ته ولاړ شي تر څوله طالبانو سره د سولې د خبرو او مذاکرو په اړه له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي موسی زي ویلي چې د بهرنیوچارو وزیر به ډير ژر قطر ته ولاړ شي خو تر هغه مخکې به سعودي عربستان ته هم ځي . رویټرز وايي چې یوه افغان مقام د زلمی رسول دا سفر ډير مهم ګام بللی دی خو داسې نور عوامل هم شته چې د سولې د هڅو د پياوړي کیدو او یا ماتې سبب ګرځیدلای شي. د رویټرز په حواله یو عامل د پاکستان حکومت دی چې له کلونو راهیسې پر طالبانو نفوذ لري او له هغوی ملاتړ کوي .




 
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcedm.w6demaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته