ځايي افغان سرچینو دامریکا دعسکرو لخوا دافغانانو دمړیو دسوزولو خبر ورکړ .
پریس ټي وي چینل نن سهار وختي دځايي افغان سرچینو په قول راپور ورکړ دامریکا عسکرو دافغانانو مړي چې وړاندې یې وژلي وو په اور کښې وسوزول .
ددغه راپور پراساس دافغانستان دڅلورو (۴) ماشومانو مړي چې عمرونه یې له شپږو (۶) کلونو کم وو هم دامریکا دپوځيانو په دغه جنایتکار اقدام کښې په اور کښې سوزول شوي دي .
دغه راز پرون هم دامریکا یوه عسکر په قندهار ولایت کښې شپاړ س افغانان وژلي وو .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)