دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 40284
جان مکین: د اوباما پالیسۍ د پاکستان پوځ هڅوي چې د تروریستانو ملاتړ زیات کړي
د اوباما دا پالیسۍ د پاکستان پوځ او آی ایس آی هڅوي چې په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د هدف د لاسته راوړلو لپاره د طالبانو ملاتړ زیات کړي.
د امریکا د جمهوریتپال ګوند مخکښ سناتور جان مکین د ولسمشر بارک اوباما د افغانستان پر پالیسۍ کلکه نیوکه وکړه، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په باب یې د هغه د پلان او له طالبانو سره د سولې د خبرو مخالفت وکړ.

ده وویل، د اوباما دا پالیسۍ د پاکستان پوځ او آی ایس آی هڅوي چې په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د هدف د لاسته راوړلو لپاره د طالبانو ملاتړ زیات کړي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور جان مکین د هغه پلان مخالفت هم وکړ چې پر اساس یې له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر کمېږي. ده پر ولسمشر اوباما تور پوري کړ چې په افغانستان کې د خپلو قومندانانو سپارښتنو ته غوږ نه ږدي.

«د دغو او نورو پرېکړو اغېز له ستراتیژیک نظره مضر دی. له دې څخه په افغانستان او سیمې کې ټول، که هغه دوستان دي یا دښمنان، دا انتباه اخلي چې د امریکا متحدو ایالتونو په دې جګړه کې خپله اراده له لاسه ورکړې – موږ بې له دې چې د افغانستان شرایط په پام کې ونیسو له افغانستانه وځو- طالبان نژدې دي چې بیا راشي. شروع یې هم په پنځو بندیانو کوي چې ممکن دوحې ته لاړ شي.»

ده د اوباما د پالیسۍ د منفي نتیجو په اړه همداراز وویل:«نړیواله ټولنه به حتي زموږ له افغان متحدانو سره د دې لپاره چې جګړه په خپله پرمخ یوسي د کافي شمېر ځواکونو د ساتنې لپاره مرستې ته تیاره نه وي.»

جان مکین په عین حال کې وویل، ممکن دا یوه مسله هم حقیقت نه وي خو«زه تاسو ته ډاډ درکوم چې په افغانستان او سیمه کې دغسي تصور شته. او دا تصور حقیقت دی. دا کارونه زموږ دښمن ته جرات ورکوي چې جګړې ته دوام ورکړي. د پاکستان پوځ او آی ایس آی تشویقوي چې په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق لپاره د یوې وسیلې په توګه د تروریستانو ملاتړ ته دوام ورکړي.»

ده، چې په واشنګټن کې د سولې لپاره د کارنګي انډومینټ په نړیوال تحقیقاتي انستیتیوت (Carnegie Endowment for International Peace,) کې خبرې کولې، دا هم وویل:«دا د ښه حکومتدارۍ او فساد پرضد زموږ د افغان متحدانو د هلوځلو خنډ کېږي ځکه چې دا وېره زیاتېږي چې د امریکایانو له وتلو وروسته به په افغانستان کې څه پېښ شي.»

د جنهوریتپال ګوند دغه جګپوړي سناتور تور ولګاوه چې بارک اوباما د پوځي قومندانانو د غوښتنې او سپارښتنې خلاف د حربي ماموریت د ژر ختمولو پرېکړه کړې ده.

د ده په وینا امریکايي قومندانان په راتلونکي جنګي فصل کې د افغانستان په (جنوب) ختیځ کې د حقاني شبکې پر ضد د بشپړ پوځي قوت غوښتونکي دي.

جان مکین وویل، پر دې خبرو سربېره د اوباما اداره اوس په پام کې لري چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر له ۳۵۲۰۰۰ څخه ۲۳۰۰۰۰ ته رالږ کړي. د افغانستان دفاع وزیر له دې نظر سره موافق نه دی، پر دې سربېره دا کوم منطق مني چې یولکو شل زره روزل شوي حربي افغان ځواکونه دې وایستل شي.

له طالبانو سره د پخلاینې پروسه

جان مکین له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې د بهیر په اړه وویل:« له طالبانو سره به سوله ونه شي ځکه چې موږ د جګړې پای ته رسېدل غواړو. دا کار هغه وخت کېدای شي چې موږ د دوی د جګړې اراده سلب کړو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfj0dj.w6dxcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې