دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 40745
ملا خیر اله خیرخواه له ګوانتانامو زندانه خوشې شوې او قطر ته استول شوې
ملا خیراله خیرخواه یو له هغو پنځو طالب مشرانو څخه دې، چې په ګوانتانامو کې ساتل کیده او طالبانو یي د خوشې کولو غوښتنه کوله.
په ځینو رپورټونو کې ویل شوي، چې ملا خیر اله خیرخواه له ګوانتانامو زندان څخه خوشې شوې او قطر ته استول شوې دې.

ملا خیراله خیرخواه یو له هغو پنځو طالب مشرانو څخه دې، چې په ګوانتانامو کې ساتل کیده او طالبانو یي د خوشې کولو غوښتنه کوله.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار له ازادۍ را‌ډیو سره په خبرو کې وویل، چې د دوي معلومات هم دا ښیي، چې دې قطر ته استول شوې.

د ده په وینا په راتلونکو څو ورځو کې به د پاتې پنځو طالب مشرانو د خوشې کولو په اړه هم ځینې پرمختګونه رامنځ ته شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmqnk.23nvkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته