دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 44743
د کندهار په ارغستان کې د مین په چاودنه کې څوارلس تنه ملکيان ووژل شول
دا پیښه له پاکستان سره ګډې پولې ته نږدې شوې او دوه موټر چې یو د بل پسې پر ماینونو الوتي دي.
د کندهار سیمه ایز چارواکي وایي، چې د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د مین په چاودنه کې نن څوارلس تنه ملکي وګړي ووژل شول.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پیښه کې درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

دا پیښه له پاکستان سره ګډې پولې ته نږدې شوې او دوه موټر چې یو د بل پسې پر ماینونو الوتي دي.

پرون هم په بېلابېلو ولایتونو کې په راکټي حملو او چاودنو کې د څلورو ماشومانو او ښځو په ګډون یوولس تنه ملکي وګړي ووژل شول.

په یو بل خبر کې د کونړ والي سید فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره شپه په اسمارو ولسوالۍ کې د ملي اردو او وسله وال مخالفانو ترمنځ نښته کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او دوه د ملي اردو عسکر او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دغه راز د کاپیسا امنیتي مسوولان وایي، چې تیره شپه په یوه چاودنه کې دوه پولیس په دې ولایت کې هم ټپیان شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtaex.uqexxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته