دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 46884
امريکا پر شمالي وزيرستان د ممکنه بريد هرکلی کړی
لیون پنېتا وايي واشنګټن له دې وړاندې دا امېد له لاسه ورکړی وو چې پاکستان دې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات وکړي.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا ويلي پاکستان د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پوځي عملياتو د پيلولو لپاره چمتووالی نيسي.

امريکا وايي په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې تندلاري چې د دوی په خبره له القاعدې سره تړلي دي، خوندي پټنځايونه لري.

له اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ښاغلي پنېتا ويلي د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال پروېز اشفاق کياني د دغو عملياتو په اړه څرګندونې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له مشر قومندان جان الن سره په وروستيو اړېکو کې مطرح کړې دي.

لیون پنېتا وویل واشنګټن له دې وړاندې دا امېد له لاسه ورکړی وو چې پاکستان دې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات ترسره کړي.

هغه وويل دا څرګنده نه ده چې دغه عمليات به څه وخت پيلېږي، خو زیاته يې کړه چې دغه عمليات به ژر پيل شي. او ممکن په عملياتو کې د حقاني شبکې پر ځای پاکستاني طالبان هدف وګرځول شي:

"جنرال کياني دا اشاره ضرور ورکړې چې دوی وزيرستان ته د تلو لپاره پلان جوړ کړی، تر هغه چې موږ پوهېږو هيله ده چې دوی دغه ګام په نژدې راتلونکې کې پورته کړي. زه نه شم ويلی چې دا به کله، خو هغه اشارې چې موږ ته راکړل شوي، دا دي چې دوی ژر دغو عملياتو ته چمتو دي."

امريکا له ډېرې مودې راهيسې پر پاکستان دا نيوکه لري چې دوی په شمالي وزيرستان کې په هغو افغان طالبانو عمليات نه کوي چې له پاکستان نه په افغانستان کې په بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه کوي 

د اسوشيېټېډ پرس پر وينا سره له دې چې ليون پنېتا پوهېږي د پاکستان د پېشنهادي پوځي عملياتو هدف حقاني شبکه نه ده، خو بيا هم د امريکا د دفاع وزیر د جنرال کياني له دې اقدام نه خوښ دي:

"دوی د پاکستان له پوځ سره له ډېرې مودې راهيسې په دې اړه خبرې کړي، رېښتيا خبره دا ده چې نور زما امېد ختم شوی وو چې پاکستان دې په دې برخه کې څه وکړي، خو اوس داسې برېښي چې دوی دا ګام پورته کوي."

د امريکا د دفاع وزير وايي له هغه وروسته چې ناټو هوايي ځواک د پاکستان ۲۴ سرتېري ووژل، اوس د پاکستان له پوځ سره د امريکا اړيکې تر ډېره بريده ښې شوې دي.

ښاغلي پنېتا وويل د جنرال الن او جنرال کياني ترمنځ خبرو او اړېکو کې د حقاني شبکې په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې چې په افغانستان کې پر بهرنيو او افغان ځواکونو د بريدونو لپاره پر پوله اوړي راوړي.

بل خوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال پروېز اشفاق کياني ويلي چې د اورپکو پر وړاندې جګړه يوازې د پوځ دنده نه، بلکې د پاکستان د خلکو هم په دې کې ونډه مهمه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchk6nk.23n-6djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته