دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 47557
طالب وسله والو په هلمند ولایت کې لس افغان سرتیري ووژل
په هلمند کې د ملي اردو لس سرتیري تیره شپه د وسله والو طالبانو په حمله کې وژل شوي او څلور تنه ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي وایي، چې دا پيښه تیره شپه د واشیر ولسوالۍ د ګرازان په سیمه کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو د حملې له امله رامنځته شوه.

نوموړي دا راز وویل، چې له تیري شپې راهیسې د دې پوستې پینځه تنه سرتیري لادرکه دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال غلام فاروق پرواني دا پيښه تایید کړه، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

بل خوا وسله وال طالبان بیا وایي، چې په دې حمله کې د ملي اردو د قرار ګاه شپاړس سرتیري وژل شوي او د دوی یوه اندازه وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfetdj.w6detaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته