دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۲۱:۱۲
د مطلب کود : 54645
حامدکرزي د بدخشان ولایت د بېلابیلو ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د بدخشان ولایت د بېلابیلو
ولسوالیو له یو شمېر مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، عبدالقادر خاکساري، توردي
اخند او یو شمېر نورو د بدخشان ولایت د جرم، بهارک، وردوج، کران منجان، خاش،
شهدا، یمګان، زیباک، اشکاشیم، واخان، شغنان او د پامیر ولسوالیو د خلکو په
استازیتوب خبرې وکړې، د سړکونو، روغتیا، پوهنې او د اوبو د بندونو په برخه کې
یې خپلې سیمه ایزې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

دوی همدا راز د کران منجان په ولسوالۍ کې د دیرش بستریز روغتون، یو باب
دارالعلوم، هوایي ډګر او له بهارک څخه د چین ترپولې پورې د سړک د جوړیدو
غوښتنه وکړه.

حامدکرزي د بدخشان ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته، هغوی ته
ډاډ ورکړ چې حکومت به د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د هېواد جمهوررئیس له بهارک څخه د چین تر پولې پورې د سړک جوړیدل د افغانستان
لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله، وې ویل: په دې اړه د چین له حکومت سره
خبرې روانې دي.

همدا راز حامدکرزي په دغه کتنه دکرنې او مالدارۍ وزیر محمد آصف رحیمي ته
لارښوونه وکړه چې د بدخشان خلکو ته ژمنۍ مرستې برابرې کړي.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs0bs.rhbaap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته